زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/07/14 - 05:52:4
زيارة: 235
مشاركة مع الـأصدقاء

ټرمپ ټاکنیزه غونډه کې له ډزو ژوندی وتلی
 ټرمپ ټاکنیزه غونډه کې له ډزو ژوندی وتلی

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ له یوه وسله وال بریده ژوندی راوتلی. پر نوموړي دا وسله وال برید پنسلوانیا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال وشو.

پنسلوانیا کې د ټرمپ د ټاکنیزې غونډې له پیلېدا پنځه دقیقې وروسته د ډزو غږ واورېدل شو.

په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د هغه امنیتي ساتونکي د ډزو د غږ له اورېدو سره سم دریځ ته وردانګي. پر نوموړي راټولېږي او لاندې یې پټوي.

له څو شېبو وروسته د امنیتي مامورانو غږ اورېدل کېږي چې وايي بریدګر له پښو وغورځول شو.

له دې ډاډمنتیا وروسته د ټرمپ امنیتي ساتونکو نوموړی په چټکۍ له دریځه خپل ګاډي ته ولېږداوه.

ښاغلی ټرمپ چې له ښي غوږ یې وینې بهېدلې او د مخ یو اړخ یې هم په وینو لړلی و، ملاتړو ته یې د بري د نښې په توګه خپل موټی خوځاوه.

د ښاغلي ټرمپ ټاکنډلې ویلي چې هغه ښه دی او په یوه روغتیايي مرکز یې معاینات شوي دي.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل، یو وسله وال تن یې ولید چې د غونډې په ځای کې د ډزو له پیلېدا لږ وړاندې یوه بام ته خوت.

یوه بل عیني شاهد وویل چې په پرلپسې توګه پنځه ډزې یې واورېدلې.

چارواکي وايي، بریدګر وژل شوی. خپرو شویو رپوټونو کې راغلي د غونډې یو ګډونوال هم په ډزو کې وژل شوی.

د امریکا د امنیتي چوپړونو ادارې ویلي ښاغلی ټرمپ خوندي دی او دوی د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي.

پر ښاغلي ټرمپ د برید په تړاو د امریکا اوسنیو او پخوانیو چارواکو غبرګونونه ښودلي.

ولسمشر بایډن په یوه تلوېزیوني وینا کې دا برید یوه کرغېړنه کړنه وبلله او وویل منندوی دی چې ښاغلی ټرمپ خوندي دي.

موږ داسې کړنو ته اجازه نه شو ورکولی، موږ داسې داسې نه شو کېدلی. موږ دا نه شو بښلی.

ښاغلي بایډن زیاته کړه چې همدا نن شپه به له ښاغلي ټرمپ سره وغږېږي.

د امریکا پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما له دې امله چې د ولسمشر ټرمپ ټپ سربېرن دی، د هوساینې څرګندونه کړې ده.

د امریکا د استازو د جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي چې مېړه یې دوه کاله وړاندې د ښاغلي ټرمپ د یوه پلوي له لوري په خپل کور کې سخت ټپي شوی و، ویلي دې سیاسي تاوتریخوالی په خپله تجربه کړی، نو خوشحاله ده چې ښاغلی ټرمپ خوندي دي.

امریکا کې د بي بي سي خبریال وايي، تر اوسه ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، خو بې له شکه نن ورځ د امریکایانو لپاره ټکان ورکوونکې وه.

امریکا کې د دواړو (دیموکرات او جمهویپال) ګوندونو سیاستوالو دا برید غندلی دی.

د پنسلوانیا والي جاش شاپیرو - چې دیموکرات دی، ویلي د هر سیاسي ګوند او سیاسي مشر پر وړاندې هدفي تاوتریخوالی هېڅ د منلو وړ نه دی.

پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي چې دی او مېرمن یې د ټرمپ لپاره دعا کوي او زیاتوي چې هر امریکایی وګړی هڅوو چې له موږ سره یوځای شي.

د بریتانیا د لومړي وزیر کېیر سټارمر دفتر هم په ټاکنیزه غونډه کې پر ټرمپ د ډزو په تړاو غبرګون ښودلی.

د ښاغلي سټارمر ویاند ویلي: موږ پنسلوانیا کې د ولسمشر ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې پې‍ښې وبوږنولو.

موږ د سیاسي تاوتریخوالي ټول ډولونه په کلکو ټکو غندو او په دې وخت کې د ولسمشر ټرمپ او د هغه کورنۍ ته خپلې نېکې هیلې وړاندې کوو.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32496






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم